لیکوال : سیلاب
..
لکه څنګه چې د بدخشان ولایت په ارګو ولسوالئ کې 300 کورنۍ د ځمکې د ښویدو له امله تر خاورو لاندې شوې او په سلګونو نور سخت وځپل شول او داسې راپورونه هم اوریدل کیږی چې 700 نورې کورنۍ هم په خطر کې دي چې د مړو شمیره ورځ تربلې مخ په زیاتیدو روانه ده او تراوسه پورې د پيښې ټول قربانیان له خاورو څخه نه دی راویستل شوي، دا هر څه د تقدیر فیصلې دي چې دوی ته لیکل شوې دي الله تعالی د خپل رحم ورباندې وکړي، او دا د هر مسلمان دینی وجیبه ده چې له هغوی سره د خپل وس مطابق مرسته وکړي او د دوی په درد باندې دردمند شي او د قربانیانو له کورنیو او دوستانو سره غمرازی څرګنده کړي، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی: عن النعمان بن بشير رضي الله عنه قال{قال رسول الله صلى الله عليه و سلم(مثل المؤمنين في توادهم و تراحمهم و تعاطفهم مثل الجسد؛ إذا اشتكى منه عضو تداعى له سائر الجسد بالسّهر والحمّىّّ)رواه مسلم.
ژباړه: رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې: په خپل منځي مینه، په یوه بل رحم کولو او له یوه بل سره په نرمي کې مؤمنان د یوه بدن په څیر دي، که د بدن یو غړی کومه ناروغي ولري ټول بدن ور سره ناروغه او شپه یې وېښه او سرګردانۍ سره تیروي.
یقینا چې دا یوه ډیره دردناکه غمیزه ده په سلګونو خلک تر خاورو لاندې شول او په زرګونو وځپل شول او یو شمیر تر اوسه پورې تر خاورو لاندې پراته دي دومره څوک نشته دي اقلا چې له خاورو څخه یې را وباسي دا خو پریږده چې څه مرسته ورسره وکړي، که چیرې نورو ملکونو ته ځغلنده کتنه وکړو نو دا به ثابته شی چې د افغانانو په پرتله دوی ته ډیره پاملرنه کیږي، په خارجي او ګاونډیو هیوادونو کې چې کله هم داسې واقعه رامنځته شوې ده هغه که زلزله وی او که سیلابونه وي نو یقینا چې حکومتي چارواکو یې ډیر ګړندي ګامونه اوچت کړي دي او خپل ملت ته یې د زړه له کومی خدمت کړی دی هغوی ته د هستوګنځی هر ډول آسانتیاوې برابرې کړې دي او که نور څه یې له وسه نه دي شوی نو له نړیوالو خیریه مؤسسو او هیوادونو څخه یې په ملیونونو ډالره مرسته ترلاسه کړې ده او سیلابونو او یا زلزلو ځپلو ته یې د ژوند سهولیات برابر کړي دی، خو متأسفانه چې په افغانانو کې بیا دومره زړه سوئ نشته دا خو پریږده چې خپله د پيښې له قربانیانو سره مرسته وکړي بلکې دا دری ورځې کیږی تراوسه پدې نه دي توانیدلي چې مړي له خاورو څخه را وباسي صرف دومره یې له وسه پوره وه چې یوه ورځ یې ملی ماتم اعلان کړ چې د افغانستان بیرغ به نیم ځوړند شی او ټولو حکومتي چارواکو ژوره غمرازي ښکاره کړه، آیا د کرزی تش په خوله باندې خواشینی او د نورو حکومتي چارواکو غمرازي به د بدخشان قربانیانو ته څه ګټه ورسوي؟! آیا د افغانستان بیرغ چې پر ټولو حکومتي ودانیو باندې به نیم ځوړند شی د بدخشان د قربانیانو له کورنیو او دوستانو سره به څه مرسته وکړي؟! نه هیڅکله به یوازې په خوله باندې غمرازی څرګندول او په میډیا کې تشې به نوم د مرستې وعدې هیڅ ګټه بدخشانیانو ته نه رسوي بلکې د دوي په ټپونو باندې له مالګو دوړولو پرته بل هیڅ معنی نه لري ځکه چې د بدخشان اوسیدونکي په خبرونو کې اوري چې له دوی سره به مرستې وشي نو بیا یې مرستې ته دوه سترګې څلور شی او د مرستې هیڅ درک نه لګیږي که چیری کوم خارجی هیواد مرسته هم ورسره وکړي نو دا هیڅ امکان نه لري چې سلمه برخه یې هم د پيښې قربانیانو ته ورسیږي، دغه چنده خواره چې هر وخت د مرستې په نوم پيسې را ټولې کړي او بیا یې خپلو خیټو ته واچوي او هسې په نمایشی بڼه یو څو انځورونه واخلي او میډیا ته یې وسپاري چې له خلکو سره یې مرسته وکړه او په حقیقت کې یې هیڅ هم نه وی کړي
سیلاب
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.