لیکوال : محمود کامران
..
لکه څرنګه چې اکثره خلک د استشهاد او انتحار ترمنځ فرق نه شی کولی صرف دومره خبره یی اوریدلی ده چې څوک خپل ځان ووژني نو ځای به یې د تل لپاره دوزخ وی ځکه چې په دې اړه په قرآنکریم کې ډیر آیاتونه راغلي دي چې خپل ځان مه هلاکوئ او ځان د دوزخ کندې ته مه غورځوی، بیشکه چې دا خبره ٪۱۰۰ صحیح ده نو مونږ ته پکار ده چې د استشهاد او انتحار ترمنځ توپير وکړو.
اسشتهاد خاص د اعلاء کلمة الله لپاره کیږی چې بل هیڅ دنیاوی مقصد نه لري او د الله جل جلاله رضا حاصلول یې هدف دی، مګر انتحار بیا ناروا دی ځکه چې د الله جل جلاله او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د امر مخالفت دی او ځان هلاکول دی او د تل لپاره به په جهنم کې وی، استهشاد هغه څوک کوی چې د الله جل جلاله او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم سره مینه او محبت لری او د الله په لار کې شهادت یې لوړ مرام وی ترڅو چې جنت ته داخل شی، اما انتحار بیا هغه څوک کوی چې د دنیاوی ژوند څخه یې زړه تور شوی وی او یا هم داسې مشکلاتو سره مخامخ وی چې د ده په فکر سره بغیر له مرګ څخه یې بل څه د خلاصون سبب نشی ګرځیدلی، نو پدې اړه غواړم چې د نبی کریم صلی الله علیه وسلم یو حدیث درته تشریح کړم چې د بدر په غزا کې یې صحابه ؤ ته وینا کړې ده:
عن أنس رضی الله عنه قال: انطلق رسول الله – صلى الله عليه وسلم – وأصحابه حتى سبقوا المشركين إلى بدر ، وجاء المشركون . فقال رسول الله – صلى الله عليه وسلم – : ” قوموا إلى جنة عرضها السماوات والأرض ” قال عمير بن الحمام : بخ بخ ! فقال رسول الله – صلى الله عليه وسلم – : ” ما يحملك على قولك : بخ بخ ؟ ” قال : لا والله يا رسول الله ! إلا رجاء أن أكون من أهلها . قال : ” فإنك من أهلها ” . قال : فأخرج تمرات من قرنه ، فجعل يأكل منهن . ، ثم قال : لئن أنا حييت حتى آكل تمراتي إنها لحياة طويلة قال : فرمى بما كان معه من التمر ، ثم قاتلهم حتى قتل.(رواه مسلم ).
ژباړه: له انس رضی الله عنه څخه روایت دی چې وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپلو اصحابو سره له مدینې منورې څخه بدر نومی ځای ته (چې د بدر غزا پکې واقع شوې ده) لاړل چې له مشرکینو څخه مخکې ورسیدل، کله چې مشرکین راغلل نو رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو اصحابو ته وینا شروع کړه چې د جنت لپاره تیارئ ونیسئ هغه جنت چې پراخوالی یی د ځمکو او آسمانونو په شان دی، نو عمیر بن الحمام رضی الله عنه وویل: واه! واه! نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل چې ستا له دغه الفاظو څخه څه مطلب دی؟ نو عمیر رضی الله عنه ورته وویل: زما دا امید دی چې د جنتیانو له جملې څخه وشمیرل شم، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: بیشکه چې ته د جنتیانو څخه یې، نو بیا عمیر رضی الله عنه له خپلې کڅوړې ( هغه خلته چې مجاهد پکې خپل خوارکی شیان اچوي) خرماوې را ویستلې او په خوړلو یی شروع وکړه، بیا یی له ځان سره وویل که چیرې زه تر دې پوره ژوندی پاتې شم چې دا خرماوې وخورم نو یقینا چې دا ډیر وخت دی چې زه ژوندی پاتې شم، نو بیا یې ټولې خرماوې وغورځولې او د مشرکینو په صف باندې ورګډ شو او داسې جګړه یی ورسره وکړه چې له ډیر مقاومت څخه وروسته نوموړی هم د شهادت لوړ مقام ته ورسید.
نو له دغه حدیث شریف نه معلومه شوه چې استشهادی برید غوره جهاد او د جنت لپاره لنډه لار ده که چیرې فدائی عملیات یعنی استشهادی بریدونه حرام وای او دا انتحار وای نو یقینا چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم به اصحاب کرام رضی الله عنهم ورڅخه منع کړې وای او پدې اړه به یې وینا کړې وای چې پداسې طریقې سره له کفارو سره جګړه مه کوئ، نو دا معلومه خبره ده چې استشهادی بریدونه جواز لري متأسفانه چې اکثره ناپوهان اوس هم دا ګمان کوي چې انتحار او استشهاد یو دی.
محمود کامران
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.