لیکوال :احمد بشير
..
نن سه شنبه په اردني پوهنتون کې د عربي ژبې د زده کړې نړيوال لومړی کنفرانس جوړ شو، چې پکې به د اردني پوهنتون د ژبو مرکز مدير أ.د محمد القضاة او د عربي، اردني او نړيوالو پوهنتونونو ۷۹ څېړونکي ګډون وکړي.
ډاکټر قضاة په خپلو څرګندونو کې زياته کړې چې په دغه کنفرانس کې به د عربې ژبې د مينه والو لپاره د زده کړې په څرنګوالي او پرمختګ باندې خبرې وشي، او د اردن او نورو هيوادو څخه به پکې د عربي ژبې مينه وال ګډون وکړي.
نوموړي څرګنده کړه چې عربي ژبه له شپاړسو پېړيو راهيسې د اوږده عمر لرونکو ژبو څخه د الهي وحيې ژبه ده، نو ځکه يې په اړه دا ډول غونډې جوړېږي.
په عام ډول د کنفرانس اړوند موضوعات په ۵۳ پاڼو کې د عربې ژبي د زده کړې او نقد استاذانو له مقالو څخه برابر شوي دي.
په دغه کنفرانس کې له اردن پرته د نورو ډېرو هېوادو د عربي ژبې استاذانو ګډون کړی دی لکه: فلسطين، عُمان، سعودي، مصر، عراق، المغرب، الجزائر، كينيا، نيجيريا، امريکا، تركيه، فرانسه، ماليزيا، پاكستان، او ټايلنډ. د دغه کنفرانس موخې دا دي: ترڅو د عربي ژبې د زده کوونکو اوسنی وضعيت وڅېړل شي، او د عربي محصلينو او زده کوونکو ټولې هغه ستونزې وڅېړل شي چې د عربې ژبې د زده کړې پرمهال ورسره مخ کېږي.
او په ځانګړي ډول د هغو زده کوونکو ستونزې وڅېړل شي چې له عربي پرته په نورو ژبو خبرې کوي. ترڅو د تکنالوژۍ او وسايلو کارولو سره، د شته ستونزو د حل لار وموندل شي او د تدريس نوې تګلاره وړاندې شي.
احمد بشير
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.