لیکوال :احمد بشير
مصري رسنيو په ډاګه کړه چې د دغه هيواد په ښوونځيو کې ماشومانو ته شرکي او فرعوني عقيده ورښودل کېږي.
د ابتدايي دورې څلورم ټولګي کتاب په ۴۷ صفحه کې داسې ليکل شوي دي:
(وظل تعدد الآلهة في الأقاليم إلى أن دعا الملك أمنحتب الرابع «إخناتون» إلى عبادة إله واحد رمز له بقرص الشمس، وأحدث بذلك أول ثورة دينية في التاريخ لتكون مصر وفرعونها أول من دعا إلى التوحيد وعبادة إله واحد! ).
ژباړه: (په سيمو کې به څو معبودان وه، تر دې چې پاچا «اخناتون» خلک د يو معبود عبادت ته راوبلل، لمر يې د خدای په ډول وټاکه، او دغه په تاريخ کې لومړی ديني انقلاب دی چې مصر او لومړني فرعون په لومړي ځل خلک توحيد او د يو معبود عبادت ته رابللي دي). دوی د توحيد نوې معنی اختراع کړې ده، ځکه پخواني او وروستني ټول مسلمانان په دې متفق دي چې توحيد يوازې د الله تعالی عبادت کولو او ورسره شريک نه کولو ته وايي.
خو د دغو جاهلانو په نزد د توحيد معنی دا ده چې د یو معبود عبادت وکړی شي اګر که هغه لمر وي، خو چې يو وي (العياذ بالله).
فرعوني مشرکانو ته د دوی احترام او قدرداني دې حد ته رسېدلې ده، چې خپل کفر او شرک د اسلامي عقيدې پر خلاف بل ډول راڅرګند کړي.
د دوی له غټو درواغو څخه دا خبره هم ده چې وايي: (د مصر فرعون په لومړي ځل توحيد او د يو معبود عبادت ته خلک رابللي دي).
نو ایا دا ډول خبرې به هغه څوک وکړي چې د الله تعالی په پيغمبرانو او استازو باندې يې ايمان راوړی وي؟
ایا ادم، ادريس او نوح (عليهم السلام) توحيد ته دعوت نه ؤ کړی؟
او ایا الله تعالی خپل بندګان له پيدايښت څخه راپدېخوا په شرک او کفر کې پرېښي ول؟ او د توحيد د دعوت لپاره يې څوک نه ؤ رالېږلی، تر څو دغه اخناتون راشي او خلک د يو معبود عبادت ته راوبولي چې هغه لمر دی؟ (العياذ بالله).
له دې څخه به په الله تعالی او د هغه په پیغمبرانو باندې بل غټ درواغ کوم وي؟ دوی دغه کفري شرکي عقيده د مصر مسلمان ولس ماشومانوته په څلورم ټولګي کې ورزده کوي.
د يادونې وړ ده، چې دغه کتاب د ښوونې او روزنې په چوکاټ کې هم مقرر دی.
د مصر اسلامپالو ځوانانو په پلرونو او مورګانو باندې غږ کړی دی، چې د خپلو اولادونو ښوونې او روزنې ته متوجه اوسي ځکه د مصر د ښوونې او روزنې منهج له اسلامي شريعت سره د بشپړ مخالفتونو څخه ډک دی.
او د خپلو اولادونو سالمې عقيدې ته خاصه پاملرنه وکړي ترڅو له ګمراهۍ ډکې دغې زده کړې سره يې د اولادونو عقيده فاسده نه شي. احمد بشير
.
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.