لیکوال : عبد المالک
..
کله چې امريکايانو په افغانستان حمله وکړه نو په لومړي سر کې یی یواځې د هوايی ځواک څخه استفاده کوله پلي او فوځي خدمات ورته دسياف او رباني په مشرۍ، شمالي ټلوالې په خورا وفادارۍ سرته رسول خو هدف ته د رسېدو له پاره ورته يواځې دشمالي ټلوالې خدمات کافي نه وه ځکه دوي نه شواې کولی چې په يواځې سر طالبان مات کړي نو ځکه امريکايان د فوځي مداخلې په تکل کې شوه دوي د خپلو فوځيانو د لومړۍ جوپې د پلي کېدو له پاره پنجشېر مناسب ځاې وګاڼه ددې کار سرته رسېدو له پاره يي دنوموړې ټلوالې د مشرانو بالخصوص نظامي قومندان محمد قسيم فهيم سره خبرې اترې پېل کړې په لومړيو کې قومندان صیب د ډیرو پېسو غوښتنه کوله خو امريکايانو غوښتل چې دوي په لږو پېسو راضي کړي په دې اړه امريکايي مرکچي جنرال ټامي فرانکس چې بيا وروسته يي په افغانسان او عراق کې د امريکايي پوځيانو د مشرۍ دنده په غاړه درلوده د خپلو یادښتونو په کتاب کې داسې ليکلي دي:
(کله چې زه دخبرو اترو له پاره پنجشېر ته ولاړم او د فهيم سره مې وليدل په ډېر سټايلش انداز کې ولاړ وم يعني يوه پښه مې د هيلي کاپټر په پای دان کې ايښې وه او بله مې پر ځمکه سګرټ مې هم لګولی وه، فهيم را څخه د امريکايي سرتېرو د پلي کېدو په بدل د ډېرو ډالرو غوښتنه وکړه، ما منفي ځواب ورکړ او ورته مې وويل مونږ يواځې اووه مليونه ډالر در کولی شو، فهيم وويل دا پېسې کمې دي استاد سياف او استاد رباني يي نه مني. ما ورته وويل استاد رباني اېسپاير دی او سياف زمونږ خپل سړی دی، هغه به يي خامخا مني بالاخره فهيم مې قانع کړ، او له دې سره زمونږ ځواکونه د پنجشېر په ځمکه را ښکته شوه او د شمالي ټلوالې د ملېشو سره يو ځاې يي د طالبانو په وړاندې په جګړه پیل وکړ).
کله چې امريکایانو کابل ونيو نو په خپلو دوستانو يي شروع وکړه ارګ يي د رباني څخه کرزي ته وسپاره او خپل سړی (سياف) يي په کابل کې نظر بند کړ، تردې چې یو ځل خو يې دوستانو پر کور هم ورغلل، او د څو ساعتو لپاره يې د تلاشۍ په موخه پړ مخ پرځمکه اچولی و، شايد امريکايانوته دسياف صیب په بې کچه مينه او دوستۍ کې شک پېداشوی وي او فکر يې کړی وي چې سياف صيب مجاهد او عالم شخص دی کېدی شي يوه ورځ د نورو ولایاتو پخواني قومندانانو په مټ زمونږ مخې ته خنډونه ايجاد کړي .
پوره ديارلس کاله امريکايانو په تېروتنه او سياف صیب په نظر بندۍ کې تیر کړل، کله چې د کرزي او امريکایانو ترمنځ د امنيتي تړون په سر ناندرۍ رامنځ ته شوې نو په دې سره سياف صیب ته یو چانس په لاس ورغی او امريکایانو ته يي د خپلې ريښتينې دوستۍ د ثابتولو کوښښ وکړ امريکايان هم د سياف صیب سره غوږ تر غوږ شول د نن ټکې اسيا ویب پاڼې دراپور په اساس د ۲۰۱۴م کال ټاکنو ته د نوماندۍ له پاره يي وهڅاوه او د ولسمشرۍ په ګدۍ د کښېناستو وعده يي ورکړه، سياف صیب هم په خورا خوښۍ ځان ولسمشرۍ ته نوماند کړ.
کله چې د ټاکنيزو کمپاينونو وخت را ورسېد سياف صیب ته د کابل څخه د وتلو اجازه ورکړل شوه د ننګرهار او کندهار ولایاتو ته يي چکرونه ووهل او د قیدي مرغې په څېر يي دخوښۍ څخه شاته هم نه کتل دا ورځې په سياف صیب په ډیرې خوښۍ تېرې شوې خو د ټاکنو څخه وروسته یو ځل بيا ناڅاپه خفګان راغی هغه داسې چې سياف صېب سره دوستانو په خپله وعده وفا ونه کړه ، د ټاکنو د ۱۰٪ نتايجو د اعلان څخه وروسته مالومه شوه چې معامله بل خوا ته روانه ده او کیدی شي چې دغلامۍ دا سيالي د کوم بل يوه په ګټه تمامه شي اوکيدی شي چې يو ځل بيا الله عزوجل په نوموړي باندې خپل دوستان بيا دوهم ځل مسلط کړي. او دا حديث شريف مصداق ومومي چې «من اعان ظالما سلطه الله عليه» چا چې ظالم سره مرسته وکړه، الله تعالی به ورباندې همدغه ظالم ورمسلط کړي. په همدې هيله.
عبد المالک
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.