لیکوال :احمدخان
غواړم چې د ګوګل کروم په اړه یو په زړه پورې معلومات درسره شریک کړم هیله ده چې د خوښۍ سبب مو وګرځي، دا چې فیسبوک نن ورځ ډیر شهرت پیداکړی دی او مینوال یې نظر ټویټر، ویب سایټ، او داسې نورو ته زیات دي، مطلب دا چې هر څوک د فیسبوک آیډی لري او په ډیره آسانۍ سره له خپلو ملګرو سره چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې هستوګن دي د زړه خواله ورسره کوي، ځکه چې فیسبوک د سوشل میډیا یوه ډیره پرمختللې برخه ده نظر ویب سایټ ته خبرونه، او د نړۍ مهمې پيښې زر نشر ته سپاري، ځکه چې هر څوک لاس رسئ ورته لري اکثره وخت داسې پیښيږي چې ویب سایټونه د فیسبوک له لارې خبريږي او بیا هغوی د پيښې په اړه تلاش کوی او بیا یو راپور یا خبر نشر ته سپاري.
فیسبوک د اجتماعی ژوند یوه برخه ګرځیدلې ده او ډیر کم کسان به وي چې د فیسبوک آیډی ونه لري لکه څنګه چې هر کس سره موبائل شته دی نو هر کس د فیسبوک آیډی لري نو دا به مبالغه نه وي، او بله دا چې په اکثره خلک فیسبوک په موبائلونو کې استعمالوي او ځینې نور بیا په کمپیوټر کې استعمالوي، او داسې خلک هم شته دی چې په کور کې یو کمپيوټر لری او د کورنۍ غړي یې زیات وی هر څوک نیټ ته کیښینی او خپل فیسبوک کې له ملګرو سره د زړه خواله کوي، طبعا هغوی له یو لړ ستونزو سره مخامخ کیږی چې یو آیډی بنده کړي او بل یې خلاصه کړي ځکه چې په کمپيوټر کې په یو ځل د فیسبوک دوه آیډیګانې نه خلاصیږی مګر په هغه صورت کې چې بیل بیل براوزر کې یې خلاص کړې، د دې لپاره چې په یو وخت بې شمیره آیډیګانې خلاصې کړئ لاندې لارښوونې تعقیب کړئ بیا به تاسې وکولای شی چې په یو وخت کې د خپلې طبیعت مطابق بې شمیره آیډیګانې خلاصې کړئ.
اول: د ګوګل کروم نوی وریژن به انسټال کړئ.
دوهم: له انسټال څخه وروسته به براوزر خلاص کړئ او سیټنګ ته به لاړ شئ.
دریم: اډ نیو یوزر به کلیک کړئ بیا به د خپلې خوښې مطابق نوم او عکس ورته انتخاب کړئ او بیا به کرییټ بټن ووهئ.
څلورم: په ډیسکټاپ باندې به د ګوګل کروم هغه آیکن راشی چې تاسې نوم ورکړی دی بیا به هغه باندې کلیک وکړئ، او هرڅومره یوزر چې ورته انتخابوی په همغه اندازه به د فیسبوک آیډیګانې خلاصولی شی.
احمدخان
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.