لیکوال :احمد بشير
..
د عربي پوهنتونونو مشر ډاکټر سلطان ابو عرابي ويلي چې د ترکې ولسمشر عبد الله ګل به د عربي او ترکي فعاليتونو د لومړی کنفرانس سرپرستي وکړي، دغه غونډه د روانې اپريل مياشتې د ۲۶مې نېټې څخه تر ۲۸مې پورې د ترکې د استنبول ښار کې ټاکل شوې ده. نوموړي رسنيو سره په خپلو څرګندونو کې زیاته کړه چې د ترکې هيواد په دغې غونډه کې د ګډون کوونکو لپاره اړين تدابير نيولي دي، د عربي پوهنتونو د هغو مشرانو شمېره تر یو سلو شلو پورې رسېږي کومو چې په ياده غونډه کې د ګډون ژمنه کړې ده، چې پکې د عربي پوهنتونونو په مشر سربېره د ګڼو ګوندونو او دولتي پلاوو مشران او استازې ګډون وکړي.
او څرګنده يې کړه چې د استنبول پوهنتون په کنفرانس کې د ټولو عربي هیوادونو سربېره د اروپا، اسیا او افريقا ګډون کوونکو پلاوو لپاره تياری بشپړ کړی دی.
ډاکټر ابو عرابي وویل چې د استنبول پوهنتون په دوامدار ډول له یو کال راهيسې عربې ټولنې سره په دې اړه اړيکې درلودلې، نو څرنګه چې د عربي اروپايي کنفرانس او د عربي او مالزیايي پوهنتونونو کنفرانس له مثبتو پايلو او لاسته راوړنو سره پايې ته ورسېدل نو د عربي پوهنتونونو غړو سره په داسې مهم کنفرانس کې د ګډون نظريه پیدا شوه.
احمد بشير
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.