لیکوال : احمد بشير
د مصر د الاهرام ماښامپاڼې نن د «اسنادو رسوايي» ترسرليک لاندې يو خبر خپور کړ، چې د قاهرې پوهنتون د ساينس پوهنځي مرستيال چې د پوځي کودتا له مهمو ملاتړو څخه دی، په عربو محصلينو باندې د دغه پوهنتون د شهادت نامو په خرڅولو او جعلکاريو کې لاس لري.
يادې خبري سرچينې څرګنده کړې چې د قاهرې پوهنتون ځينې هغه مشران چې د پوځې کودتا سخت ملاتړي دي، د پيسو په بدل کې، عربو محصلينو ته د جعلي اسنادو په ورکولو تورن دي. له همدې امله د قاهرې پوهنتون رئيس ډاکټر جابر نصار د پلټنې يو پلاوی ټاکلی دی، ترڅو د ياد پوهنتون اړوند د اسلامي څيړنيز مرکز، د ساينس پوهنځی او د لوړو زده کړو او ماسترۍ د ټولو دوسيو پلټنه وکړي.
د قاهرې پوهنتون په اسنادو کې د درغليو رسوايي د روان کال د مارچ مياشت په ۱۹مه نېټه هغه مهال پيل شوه، کله چې د کويټ هيواد کلتوري مشاور د مصري پوهنتونونو د پوهنځيو د اسنادو د جعلکاريو په اړه خبرداری ورکړ او څرګنده يې کړه چې يو کويټي وګړي د کويټ په دولتي ادارو کې د دندې ترلاسه کولو په موخه د قاهرې پوهنتون جعلي شهادت نامه وړاندې کړې وه.
احمد بشير
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.