لیکوال :سیلاب
……………..
لکه څنګه چې طالبانو د ټاکنو(!) په اړه سخت غبرګون وښود او له ټولو هیوادوالو څخه یې په کلکه غوښتنه وکړه چې تش په نوم ټاکنو کې هیڅ ګډون ونه کړي او خبردارئ یی ورکړ چې دوی به د ټاکنو په ورځ خپلو عملیاتو ته کش ورکړي او هر هغه څوک چې کمپاینونه کوي او د ټاکنو لپاره هر قسم منډې ترړې وهي د دوی له مهمو اهدافو څخه به وي، په پیل کې د طالبانو خبرداري ځینو ته هسې یوه تبلیغاتی جګړه ښکاریدله خو کله چې د ټول هیواد په شمول خصوصا په پلازمینه کابل کې د طالبانو له لوری عملیات ترسره شول نو بیا د هغو کسانو عقل سر ته ورغی چې مخکې یې د طالبانو خبرداري تبلیغاتي جګړه بلله، ځکه چې دوی د صدیق صدیقي په دروغجنو وعدو باندې غولیدلی وو او پدې باندې ښه ډاډه چې د ۴۰۰۰۰۰ لکه خارجی او داخلي ځواکونو په موجودیت کې به په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي، خو کله یې چې هر څه په سترګو ولیدل اوس یقینا چې په ټول هیواد کې ویره خپره ده چې سبا ورځ به طالبان په ټاکنیزو مرکزونو سخت بریدونه وکړي، په ټاکنو کې خو ګډون لا څه کوې چې ټول هیوادوال په دې هڅه کې دي چې له کوره به هم ونه وځي ځکه چې خپل ځان ولې د مرګ کندې ته وغورځوي.
څرنګه چې څه وخت مخکې په افغانستان کې د ازادو(!) رسنیو د ملاتړ اداره (نۍ) د سرینا هوټل له پيښې څخه وروسته پریکړه وکړه چې نور به د طالبانو خبرونه د پنځلسو ورځو لپاره نشر نه کړي که څه هم چې مخکې یې هم د طالبانو خبر په صحیح ډول نه دی نشر کړی خو بیا هم په رسنیو کې دا اوازه خپره شوه چې د طالبانو په خبرونو باندې نور بندیز ولګید، طالبانو د نۍ په پریکړه باندې غوږ هم ونه ګراوه ځکه چې د دوی اصلی هدف دښمن له منځه وړل دي نه د کرزی د بلواکه رژیم په څیر لاپې شاپې چې په عملی ډګر کې بیا هیڅ نشی کولی هسې لکه مولخ پورته پورته ترپ کوی او د جګړې په وخت یې خپل مورال بایللی وي.
دا چې د کابل حکومت د خپل عادت له مخې هر وخت دا هڅه کړې ده او کوی یې چې طالبان په ډلو باندې وویشي څوک د حقانی شبکې په نوم او څوک بیا سر زوره طالبانو او نرم خویه او سولې ته مائل شویو طالبانو باندې یادوي ترڅو که پدې سره وتوانیږی چې د طالبانو په منځ کې تفرقه واچوي او دوی خپل کرغیړن هدف ته ځان ورسوي او طالبان کمزوري کړي مګر طالبان بیا بالعکس نور هم پیاوړي کیږي او په خپل منځ کې سره متحد کیږي او خپل دښمن ته هیڅ موقع په لاس نه ورکوي چې د دوی له کړنو څخه سوء استفاده وکړي.
پدې اساس نن ورځ تاند د یو شمیر پلورل شویو رسنیو په شمول لکه: ازادي (!) راډیو، سپوږمۍ راډیو چې له تاند او ازادي راډیو څخه هم په رښتینولۍ کې یو څو قدمه مخکې ده داسې پروپاګنده تبلیغات وکړل چې عقل یې له منلو سره په ټکر کې دی، سپوږمۍ راډیو چې هر وخت د یو څو ډالرو د لاسته راوړولو په موخه داسې پراخه تبلیغات کوي چې په سلو کې ۰،۰۹۹ ٪ سلنه هم حقیقت نه لري چې یوه بیلګه یې پرون ورځ په جلال آباد کې د یو طالب سرتیری برید کوونکی د ژوندی نیول کیدو ادعا وه چې له یو کرولا موټر، دوه انفجاری واسکټونو، یو میل کلاشینکوف، او پنځلس دانې د ټاکنو کارتونو سره نیول شوی دی چې غوښتل یې سبا ورځ ټاکنې ګډوډې کړي، پداسې حال کې چې یو عام لاروی موټروان یې ودرولی ؤ او په مخ باندې یې څادر ور اچولی ؤ او په زور یې یو څو عکسونه ورباندې اخیستي ؤ او بیا یې ډیر په درز سره نشر کړل، که چیری د سپوږمۍ راډیو خبر رښتیا وای نو نورو رسنیو ولې نشر نه کړ؟ کیدای شی چې دغه خبر تراوسه پورې چا اوریدلی هم نه وی مګر ما خپله د سپوږمۍ په فیسبوک پاڼه وکتلو او بیا مې نور خبري ویب سایټونه هم وکتل خو تر نن پورې یو ویب سایټ هم پدې اړه څه ونه ویل او نه یې په جلال آباد کې د کومې پيښې راپور ورکړی دی.
د ازادو(!) خبري رسنیو یو بل د پام وړ قدم چې نن ورځ یې اوچت کړ او ویې وغوښتل ترڅو که وکولی شی چې یو ځل بیا د خلکو سترګو ته خاورې ور وشیندي او د ځینو ساده لوحو افغانانو توجه بل اړخ ته واړوي او سبا ورځ خپله ماته پټه کړي په پکتیکا ولایت کې د افغان او پاکستاني طالبانو ترمنځ د جګړې راپور ورکړ او داسې بې منطقه او پوچ دلائل یې وړاندې کړي دي چې یو ماشوم یې هم نه مني، او هغه متل دی وایي چې دروغجن هیرجن دی نو کټ مټ دغه متل د دوی په نني راپور باندې ډیر ښه ثابتیدلی شی هغه داسې چې: پاکستاني طالبان چې د ډیورنډ کرښې نه راوښتي وو او غوښتل یې چې په ټاکنیزو مرکزونو باندې برید وکړي چې په نتیجه کې د افغان طالبانو له مخالفت سره مخامخ شول او په شا وتمبیدل او دواړو لورویو ته مرګ ژوبله واوښتله، بل راپور یې بیا داسې ورکړی دی چې افغان طالبان د ډیورنډ له کرښې نه راوښتي وو کله چې پکتیکا ولایت ګیاني ولسوالی ته راورسیدل او پدې ونه توانیدل چې په ټاکنیزو مرکزونو باندې برید وکړي کله چې بیرته د ډیورنډ له کرښې واوښتل نو د پاکستاني طالبانو تر برید لاندې راغلل ځکه چې دوی ولې په ټاکنیزو مرکزونو باندې برید ونه کړ چې په نتیجه کې یې درنه مرګ ژوبله رامنځته شوه، دغه دواړه راپورونه تاند خپاره کړي دي، مګر ازادی راډیو ته بیا لومړی راپور لږ موثق ښکاره شوی دی ځکه خو یې تائید کړی دی.
اوس به راشو د ازادی(!) راډیو راپور به لږ را وسپړو تر څو چې سر مو پرې خلاص شی او پدې ځان پوه کړو چې ولې طالبانو یو ځل تش په نوم ټاکنې په سختو ټکو غندلو سربیره د ټاکنو په خپلواک (!) کمیسیون او یو شمیر نورو مرکزونو سخت بریدونه وکړل او نن ورځ یې بیا له پاکستاني طالبانو سره پدې خاطر جګړه وکړه چې هغوی غوښتل د پکتیکا ولایت په ګیاني ولسوالی کې د ټاکنو په مرکزونو باندې برید وکړي؟! طبعا که چیرې حقیقت ته سر ورښکاره کړو نو دې پایلې ته به ورسیږو او دا شک به مو هم رفع شی چې ولې افغان طالبانو له پاکستانی طالبانو سره د ټاکنو د مرکزونو په خاطر جګړه وکړه، اول خو دا خبره هیڅ حقیقت نه لري چې پاکستاني طالبان دې په افغانستان کې جګړه وکړي ځکه چې له دوی څخه په خپله لار ورکه ده چې څه وکړی او له خپل هیواد سره په یو شمیر مشکلاتو کې راګیر دي، دوهم دا چې الحمدلله د الله په فضل او کرم سره د افغان طالبانو ملاتړي ورځ په ورځ مخ په زیاتیدو دي او شمیر یې دومره زیات شوی دی چې هیچا ته ضرورت نه لري چې د دوی په لیکو کې له خارجی او داخلی ځواکونو سره جګړه وکړي، دریم دا چې دا هسې د خبري رسنیو او افغان حکومت پوچه ادعا ده چې هر وخت د خپلې ماتې د پټولو په خاطر د ګاونډیو هیوادونو استخبارات تورنوي پداسې حال کې چې بیا هیڅ کوم ثبوت نه لری، که چیری رښتیا هم بهرني استخبارات په هغه پيښو کې لاس ولری چې د طالبانو له لوری په افغان حکومتي ارګانونو باندې ترسره کیږی او پداسې حال کې چې بیا افغان حکومت دعوه هم کوی چې مونږ داسې شواهد لرو چې دغه حمله د بهرنیو استخباراتو له لوری ترسره شوې ده نو بیا ولې د بهرنیو استخباراتو په ضد عکس العمل نه ښي؟ پداسې حال کې چې ښکاره شواهد هم لری او بیا هم خوله پټه کړي او هیڅ قسم عملي اقدام نه کوي لدې نه معلومیږی چې دا هسې یوه پوچه ادعا ده او هیڅ بنسټ نه لري.
د پکتیکا ولایت ننی راپور د هغو دسیسو څخه یوه ناکامه دسیسه وه چې دښمن هر وخت کوشش کړی دی تر څو طالبان په مختلفو ډلو باندې وویشي، دا چې سبا د شنبې ورځ په ټول هیواد کې د طالبانو له لوری همغږي بریدونه ترسره کیږي او د ټاکنو مرکزونه به یې له مهمو اهدافو څخه وي، دغه حساس وخت ته په کتو سره خبري رسنیو دا غنیمت وګڼله چې دغه د دروغو په بنسټ ولاړ راپور جوړ او بیا نشر کړي ترڅو چې افغان طالبان په خپل منځ کې سره بدګمانه کړي چې ولې په پکتیکا ولایت کې افغان طالبانو له پاکستاني طالبانو سره پدې خاطر جګړه کړیده چې په ټاکنیزو مرکزونو بریدونه مه کوئ، دغه ناکامه هڅه چې افغان حکومت ترسره کړه د الله په فضل سره شنډه شوه او نه يې په طالبانو کوم منفی اثر وکړ ځکه چې طالبان له حقیقت څخه خبر دي چې پکتیکا ولایت کې څه پيښه شوې ده او کنه، بلکې د طالبانو جذبات نور هم را وپاریدل ان شاءالله چې سبا ته به هر څه په عملی ډګر باندې وګورو چې رښتیا هم طالبانو د پاکستانی طالبانو سره د ټاکنیزو مرکزونو څخه د دفاع په خاطر جګړه وکړه او که هسې تبلیغاتی دسیسه وه.
سیلاب
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.