لیکوال : زاهدي احمدزی
راغلی پسرلی دی خوشالي ده لور په لور
که دښته که دامان دی او که غرونه دي سمسور
سپېره ځمکه تازه شوه شين بخمل يې اغوستلی
د ونو څانګې ګوره د جنت کوي انځور
د ځمکې خځنده واړه راوتي له غارونو
هر خوا ته دي په ځغاسته لټوي روزي او کور
شپانه ټول هوسېږي تاترو کې رمې پيايې
هر شی دی ژوندی شوی په قدرت د رب غفور
هاغه چې نه مني ژوندون له مرګه وروسته یاره
دا لوی دليل کړه وړاندې پر هغوي د رب شکور
دا ځکه يې مړه ځمکه بيا ژوندي شي پس له مرګه
ژوندي شي وچې ونې که خرماوې که انګور
دهريان دې ملامته تفکر چې پکې نه کړي
نياومن چې وي مني به دا دليل حتمي ضرور
د ګلو غوټۍ وګوره اغوستی يې له خياله
خولۍ دي رنګارنګ پکې ښکارېږي لکه حور
بلبل سندرې وايې بوراګان سر په ګډا دي
ګلرنګه فضا جوړه ده، طوطيان ګډ دي په شور
غاټول دی که ديدی او که نرګس ټول غوړيدلي
خوشبويه معطر موسم دی هرڅوک کړي سرور
نارنج ګل دی ګلونو کې په هر څه کې سردار
دا ځکه يې ميله وي ننګرهار کې کور په کور
ای ربه! زمونږ ګران افغانستان ته په خپل فضل
همېش لوی ودان هم د ګلونو ډګ له نور
خالقه زاهدي احمدزی تل تاته دا سوال کړي
سرلوړی مو هيواد لري مونږ ساته له پیغور
زاهدي احمدزی
زاهدی صیب ډیر اعلی رښیتا هم چې ښکلی شعر مو لیکلی دی
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.