لیکوال : محصلین
ه غرمې مخکې ۱۰:۱۵ بجې، د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې یوه پولیس پر دوو بهرنیو ښځېنه خبریالانو ډزې وکړې، يوه يې پکې وژلې او بله یې سخته ژوبله کړې ده. د رویټرز خبري اژانس په وینا، دا برید مخامخ د پولیسو له خوا د اسوشیټيډ خبري اژانس پر دوو ښځينه خبریالانو چې یوه يې عکاسه او بله یې راپور ورکوونکې دي، ترسره شوی.
د وژل شوې خبریالې د هویت په اړه ویل شوي، چې د جرمني وه او بله ټپې شوه بیا د کاناډا هېواد اوسېدونکې او د اسوشیټيډ پریس اژانس یوه مشهوره عکس اخیستونکې ده.
په داسې حال کې چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنو ته یوازې همدا نن ورځ پاته ده، ګڼ شمېر سیمه ییز او بهرني خبریالان د ټاکنو د پوښښ لپاره مرکز او شاوخوا ولایتونو ته د ځان رسولو په لټه کې دي. د پېښي نور جزییات وروسته…
.
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.