لیکوال : محصلین
د يوکرائن په شخړه ناټو د روس سره سول او فوځى مرستې ختمى کړيدى بلخوا امريکې کانګريس د يوکرائن امداد لپاره د بل منظورى ورکړيده د ناټو ملکونو د خارجه وزيرانو دوه ورځنۍ غونډې په اولنۍ ورځ برسلز کښې خبرى کانفرنس ته د وينا په وخت د ناټو چيف فوګ راسموسين اووئيل چې د يوکرائن ښار کريميا د روس سره ملاوهلو په معامله اتحادى ملکونو داحتجاج په توګه د روس سره هر قسمه مرستې ختمى کړيدى ولې په ډاګه ئې کړه چې د روس سره به په سياسى او سفارتى کچ خبرى اترې روانې وى د يو سوال په ځواب کښې د آندرے فوګ راسموسين ويناوه چې هغه ته د دې خبرې اطلاع نشته چې روس ديوکرائن د سرحدونو نه خپل فوځ واپس راغوښتل شروع کړيدى د ناټو چيف دا هم اووئيل چې د اتحادى هيوادونو د فوځيانو شريک مشقونه يا بيا کيدے شى چې د روس سرحد سره نزدې مشرقى يورپ کښې فوځى اډې جوړولو فيصله اوشى بلخوا امريکې کانګريس د يوکرائين سره مرستو لپاره د بل منظورى ورکړيده په دغه بل کښې په روس بنديزونه لګولو شق هم شامل کړے شويدے
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.